ایکنا د الاخباریه له قوله راپورراکړ،د سعودي عربستان په شمال کې په صفوي ښارکې د لومړۍ روژه لرونکو ماشومانو لاریون په ټولنیزو چینلونو کې ډير تود هرکلی شوی او د سوشل میډیا کارؤنکو دغه نوښت ډير ستایلی دی .
دغو ماشومانو په داسې حال کې چې په عربو هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې د پيل د بیلګې په توګه ئې فانوسونه ئې هم په لاسونو کې درلودل،د روژې د مبارکې میاشتې د ځانګړو سرودونو په وئيلو سره ئې ددغې مبارکې میاشتې د رارسیدا او د عبادتو او اطاعتونو په ترسره کولو سره ئې خپله خوښي نندارې ته وړاندې کړه.
دغه دستورې په سعودي عربستان کې د فارس خلیج د ماشومانو د وړتیاؤ د اونۍ په مناسبت د فعالیتونو په چوکاټ کې ترسره شوې چې د نقاشۍ، خوشخطۍ،لاسی قالیو د جوړولو او د کیسو او شعر په څير د لیکنې د وړتیاؤ پشمول د ماشومانو د مهارتونو وړاندې کول او رابرسیره کول پکې شامل دي .
د ماشومانو د رمضاني لاریون دمنظمونې مسئولې عاتکه شبیب وائي چې دغه آئيډیا چې تردې دمه ئې په عربستان کې مخینه نه درلوده،ډیروخت مخکې د هغې په ذهن کې راغلې وه،او په دغه ولولناک لاریون کې ئې د ماشومانو لپاره درمضاني فانوسونو په برابرولو سره هڅه کړې چې ددغې مبارکې او مقدسې میاشتې په باب د دوي په ذهنونو کې د ښادئ رامینځةکونکي خاطرې ثبت کړي.
ددغو دستورو په څنډې کې د ماشومانو د خلاقیّتونو آثار هم نندارې ته وړاندې شوي او د دوي په میټایانو،ګلانو او ډالیو سره ستاینه او قدرونه شوې ده .